د ایران په لوېدیځ کې د یوې هېلیکوپټرې د نسکورېدو په پېښه کې پنځه تنه وژل شوي دي.
د ایران د دولتي رسنۍ د خبر له مخې، دغه هېلیکوپټر د بختیاري ولایت په چهار محل سیمه کې د ژغورنې د عملیاتو په جریان کې د برښنا له یوې پایې سره ولګېده او راولوېده.
هېلیکوپټر غوښتل چې یوه امیندواره ښځه چې روغتیایي خدمتونو تهیې عاجله اړتیا درلوده، انتقال کړي.
په ایران کې په وروستیو لسیزو کې ګڼې هېلیکوپټرې او الوتکې راغورځېدلې دي.
تهران وایي، د امریکا د بندیزونو له امله دغه هېواد نهشي کولای چې خپل هوایي خدمات عصري او د خپلو الوتکو لپاره له لوېدیځو هېوادونو پرزې وپېري.