د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار کې د ولسي جرګې نوماند اسدالله ماشوری ووژل شو


په کندهار کې د ولسي جرګې نوماند اسدالله ماشوری
په کندهار کې د ولسي جرګې نوماند اسدالله ماشوری

په کندهار کې د ولسي جرګې یو نوماند په بمي چاودنه کې ووژل شو.

د کندهار د والي وياند عزيز احمد عزيزي ازادي راډيو ته وويل چې اسدالله ماشوری نن څلور بجې د کندهار ښار په څلورمه امنیتي حوزه کې د چسپکي ماين په چاودنه کې وژل شوی دی.

د عزيزي په وينا، چسپکي ماين د هغه په فلډر موټر پورې نښلول شوی و او په چاودنه کي خپله ماشوری وژل شوی او یو بل لاروی ټپي شوی دی.

تر اوسه د بريد مسؤليت چا په غاړه نه‌دی اخيستی.

XS
SM
MD
LG