د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار کې د وسله والو د دوو شبکو ۲۰ غړي نيول شوي دي


چارواکي وایي، نیول شویو وسله والو په کندهار ښار او ولسوالیو کې غلچکي او وسله وال بريدونه ترسره کول، چې د ملي امنیت د ځواکونو په عملیاتو کې د تېرې يوې اوونۍ په اوږدو کې نیول شوي دي.

د کندهار د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نیول شوو وسله والو په دوو ترورستي شبکو کې په کندهار ښار او ولسواليو کې فعاليت درلود، چې د کره استخباراتي معلومات پر بنسټ ونیول شول.

سرچينې ویلي، چې له يادو وسله والو څخه يو شمېر وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلې دې.

طالب وسله والو تر اوسه په دې تړاو رسنیو ته تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG