د لاسرسي ځای

تازه خبر

کواټ کې د افغانستان پر کډوالو لګېدلی بندیز واخیستل شو


د پېښور په څنډو کې د افغانستان کډوال
د پېښور په څنډو کې د افغانستان کډوال

د کواټ ضلعي انتظامې خپل هغه فرمان بیرته اخيستی چې د افغانستان پر کډوالو ښار ته پر ننوتو یې بنديز لګولی وو.

بېګا ناوخته د کواټ ډیپتي کمېشنر مطيع الله په خبل خپاره کړي نوي فرمان کې د افغانستان پر کډوالو د بندیز لیرېکولو غږ کړی دی.

په نوي فرمان کې راغلي چې اوس کډوال په کواټ کې په ازاده تګ راتګ کولی شي.

د فېبرورۍ مياشتې په ۱۴مه د هند تر واک لاندې کشمير په پلوامه سيمه کې د موټر بم ځانمرګي بريد پس د پاکستان او هند ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی چې تر هغه وروسته د کواټ ضلعي انتظاميې ښار ته د افغانستان کډوالو پر ورننوتو تر ۱۰ م مارچ پورې بندیز ولګولو او تر ۸۰ و زیات کډوال یې ونیول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG