امریکا او جنوبي کوریا د کلنیو پوځي تمرینونو یا مشقونو ختمولو فیصله کړې ده چې موخه یې له شمالي کوریا سره د هوکړې لپاره د سفارتي هڅو مرسته کول دي.
د امریکا دفاع وزارت د مارچ پر دویمه وویل، د واشنګټن او سول دفاعي چارواکو ویلي دي چې پوځي مشقونه پرېږدي او په کوریا ټاپووزمه کې د سفارتي هلو ځلو او له اټومي وسلو څخه د سیمې پاکولو لپاره کار کوي.
دا فیصله، په وېتنام کې د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ او شمالي کوریايي مشر کېم جونګ اون تر منځ تر دوه ورځنۍ سرمشریزې څو ورځې وروسته شوې.
ځېنې غربي چارواکو اندېښنه ښودلې ده چې د تمرینونو نه کول ښايي د پوځیانو چمتووالی اغېزمن کړي.