د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان، پښتونخوا او افغانستان کې سېلاوونو لوی زیان اړولی


له تېرو دوو اونیو راهیسې په ډېری پښتون مېشتو سیمو کې د واورو او ورښتونو لړۍ روانه ده. په وزیرستان کې د واورو یو عکس
له تېرو دوو اونیو راهیسې په ډېری پښتون مېشتو سیمو کې د واورو او ورښتونو لړۍ روانه ده. په وزیرستان کې د واورو یو عکس

پراګ - چارواکي وايي، په قبايلي سيمو او بلوچستان کې د ورښتونو او بارانونو له کبله د ځاني زيانونو ترڅنګ په سلګونو کورونه او کرنيزو ځمکو ته تاوانونه رسېدلي دي.

د فبرورۍ پر ۲۸ مه د خيبر پښتونخوا او بلوچستان په مختلفو سيمو کې د بارانونو او واورو لړۍ پیل شوې وه چې له کبله سېلاوونو راغلي او لارې تړل شوې دي.

چارواکي وايي، په بلوچستان او قبایلي سیمو کې یې اغېزمنو او ځپلو کورنیو ته د مرستو رسولو سلسله پیل کړې.

په قبايلي ضلعو کې د قدرتي ناورينونو ضد د مبارزې ادارې (اېف ډي اېم اې) وياند احسان داوړ د مارچ پر درېمه مشال راډیو ته وويل چې په ټولو قبايلي ضلعو کې ډېرې واورې او سخت بارانونه شوي دي خو تر ټولو زيات زيان يې په شمالي وزيرستان او خيبر سيمه کې رسولی دی.

د ده په خبره، په دواړو سيمو کې د سېلاوونو او سخت باران له کبله کورونه ړنګ شوي چې پکې څلور کسان مړه او ۱۲ ټپيان دي.

خو ځايی خلک وايي، په شمالي وزيرستان کې اووه کسان مړه شوي دي.

احسان داوړ زياتوي چې په جمرو او لنډي کوتل (لواړګي) کې چارواکو د اغېزمنو کورونيو د مرستې لپاره خيمې استولي دي.

د شمالي وزيرستان د شوې سيمې يوه اوسېدونکي محمد رياض عسکر د ټېلېفون له لارې مشال راډیو ته وويل چې له تېرو درو ورځو راهيسې واورې او بارانونه اوري چې له کبله يې لارې تړل شوې دي.

هغه زياته کړه چې د بارانونو له وجې بجلۍ نشته او دوی د اوبو له کمښت سره مخامخ دي.

هلته د قدرتي ناورينو ضد د مبارزې ادارې د بلوچستان څانګې مشر عمران زرکون وويل چې د لومړنيو رپورټونو له مخې د صوبې په بېلا بېلو برخو کې شاوخوا ۵۰۰ کورونو ته زيان رسېدلی البته د ده په خبره د پوره زيان اندازه به د بشپړ رپورټ تر راتلو وروسته ولګي.

هغه وویل چې سېلاوونو زيات تاوان په کلا عبدالله، بېله او خصدار ضلعو کې رسولی دی.

د ده په وينا، په صوبه کې دوه کسان مړه شوي خو ځايي خلک وايي چې په پشين، چمن، خضدار او تربت کې د سېلاوونو له وجې اووه کسان وژل شوي دي.

عمران زرکون وايي، د واورو له وجې د ژوب او کوټې ترمنځ تړل شوی لوی سړک پرانیستل شوی دی او د کوټې لکپاس لاره هم خلاصه شوې ده.

د نوموړي په خبره، زيارت، سنځاوۍ، کاکړ خراسان او زرغون لارې لا هم تړلې پرتې دې خو کار ورباندې روان دی او ډېر ژر به پرانېستل شي.

عمران زرکون زياتوي، بلوچستان له شاوخوا پېنځو کلونو راهيسې له سختې وچکالۍ سره مخامخ وو خو د تېرو څو ورځو بارانونو او واورو د صوبې وچ بندونه او ډنډونه پوره ډک دي.

کابل: چارواکي وايي، سختو سېلاوونو په فراه، هلمند، کندهار او هرات کې خلکو ته ډېر زیان اړولی دی.

له طبیعي پېښو سره د مبارزې لپاره د دولت مرستیال وزیر محمد اسلم سیاس د مارچ پر دوېمه نېټه مشال راډیو ته وویل چې ډېر تاوان په فراه کې خلکو ته رسېدلی دی.

هغه وویل چې د مارچ پر درېیمه یو حکومتي پلاوی له نقدي مرستو سره فراه ته ولاړ شي.

محمد اسلم سیاس وایي:

"له پېنځو تر ۱۰ ميلیونو افغانۍ به واستول شي، د وضعیت تر څارنې وروسته که اړتیا زیاته وه، نورې پېسې به هم ور واستول شي."

له طبیعي پېښو سره د مبارزې لپاره د دولت مرستیال وزیر محمد اسلم
له طبیعي پېښو سره د مبارزې لپاره د دولت مرستیال وزیر محمد اسلم

​سیاس وویل چې تر اوسه دا دقیقاً نه ده معلومه چې څومره کسان مړه شوي او خلکو ته څومره مالي تاوان رسېدلی دی.

د فراه په مرکز او د هغه ولایت په ۱۰ ولسوالیو کې خلکو ته زیات تاوان اوښتی.

په ولسي جرګه کې د فراه پخوانۍ وکیلې، بلقیس روشن ویلي چې په فراه کې د شدید باران له امله سخت سېلاوونه راغلي او وضعیت کړکېچن دی.

بلقیس روشن وایي:

"ښايي خلکو ته ميلیونونه افغانۍ تاوان رسېدلی وي، سېلاو د خلکو کورونه، د هغوی هست او نیست وړي دي، اوس د هغوی ځان له خطر سره مخامخ دی، دلته له ملي اردو پرته بل چا مرسته نه ده کړې."

د فراه یوه اوسېدونکي وویل، تر اوسه ورسره مرسته نه ده شوې.

هغه پرته له دې چې خپل نوم واخلي، ویلي:

"زموږ کورونه، ښځې او ماشومان په سېلاو کې بند پاتې شول او هېڅوک نشته چې را ویې باسي."

سیلاب‌های سنگین در فراه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:11 0:00

​سیاس ویلي چې په کندهار کې چا ته ځاني تاوان نه دی رسېدلی.

خو د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) د مارچ پر دویمه په یوه بیان کې وویل چې د کندهار په مختلفو ولسوالیو کې ۲۰ تنه د سېلاوونو له امله مړه شوي دي.

اوچا ویلي چې په کندهار کې په مړو کې ماشومان هم شامل دي.

د اوچا په بیان کې ویل شوي چې د کندهار په ارغنداب، دامان، سپین بولدک او ډنډ ولسوالیو کې د کوچنیانو په ګډون ۱۰ تنه ورک دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې په وینا، نېږدې ۵۰۰ کوچیان د ارغنداب دریاب په غاړه بند پاتې دي چې باید په بېړني ډول په الوتکو کې وژغورل شي.

د هېلمند د والي ویاند عمر ځواک هم د مارچ پر دویمه مشال راډیو ته ویلي چې په لښکرګاه کې سېلابونو شپږ تنه وژلي او څلور یې ژوبل کړي.

په هرات کې هم سېلاوونونو خلکو ته تاوان رسولی دی.

د طبیعي افتونو قربانیانو ته د مرستې رسولو د ادارې یوه چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې په ټول افغانستان کې زیاته واوره شوې او لارې خرابې دي له دې امله خکلو ته د مرستې رسولو کار له خنډ سره مخامخ دی.

XS
SM
MD
LG