په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو چارواکي د کندهار په شاولي کوټ کې په یوه هوایي برید کې د دې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نظامي مسوول ملا نقيب او د هغه د څو ملګرو د وژلو خبر ورکوي.
د دې قول اردو مرستيال ویاند تورن احمد صادق عيسا وایي چې هوايي ځواکونو دغه عمليات د شاولي کوټ ولسوالۍ د وچ باختو په سیمه کې د کره کشفي او استخباراتي راپورونو پر اساس کړي دي.
عيسا وویل، په ترسره شویو هوایي بريدونو کې د تور نقيب الله په نوم د شاوليکوټ لپاره د طالبانو د نظامي مسؤل په شمول ۸ وسله وال وژل شوي او ۹ نور ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.