د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د اسامه بن لادن پر زوی یو میلیون ډالر جایزه اېښې


د القاعده د پخواني مشر اسامه بن لادن د زوی حمزه بن لادن
د القاعده د پخواني مشر اسامه بن لادن د زوی حمزه بن لادن

امریکا د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن د زوی حمزه بن لادن په اړه د معلوماتو ترلاسولو بدل کې یو مېليون ډالر جایزه اعلان کړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د فبرورۍ پر ۲۸مه وویل چې حمزه بن لادن چې د القاعدې د وژلي مشر اسامه بن لادن زوی دی، د ډلې د مشر په توګه برسېره کېږي.

وزارت په بیان کې وویل چې حمزه پر انټرنیټ په غږیزو او ویډیويي پیغامونو کې پر خپلو پلویانو غږ کړی چې پر امریکا او غربي ملګرو یې بریدونه وکړي.

بیان زیاتوي چې حمزه بن لادن د امریکايي ځواکونو لخوا د ۲۰۱۱م کال په مې میاشت کې د هغه د پلار د وژلو بدل اخیستو لپاره پر امریکا د بریدونو ګواښ کړی دی.

اساما بن لادن د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې د امریکايي ځانګریو ځواکونو په کاروايي کې وژل شوی وو.

داسې شک کېږي چې حمزه ښايي په پاکستان، افغانستان، شام یا ایران کې وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG