د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هند او پاکستان اړیکې خطرناک حالت ته رسېدلې دي: ولسمشر ټرمپ


د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پاکستان او هند اړیکې په خطرناک حالت کې بللي دي او خبرداری یې ورکړی چې هند په لانجمن کشمیر سیمه کې پر خپلو عسکرو تر برید وروسته د یو سخت ځواب پر ورکولو غورکوي.

ولسمشر ټرمپ د فبرورۍ پر ۲۳مه وویل، د دواړو هېوادونو ترمنځ موجوده حالت ډېر خطرناک دی او دوي یې درول غواړي.

ولسمشر ټرمپ خبریالانو ته وویل چې څه وشول پر هغې د هند او پاکستان ترمنځ دا وخت ګڼې مسلې دي.

هند تر خپل واک لاندې کشمیر کې د فبرورۍ پر ۱۴مه د دوي پر عسکرو د برید تور پر پاکستان لګوي خو پاکستان یې نه مني.

په دې برید کې ۴۴ هندي عسکر وژل شوي وو. د برید زمه واري په پاکستان کې مېشتې ډلې جېش محمد منلې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG