د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان وايي هندی پیلوټ خوشې کوي


د پاکستان وزیر اعظم عمران خان
د پاکستان وزیر اعظم عمران خان

پراګ- د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي دي چې د سولې په نیت هغه هندی پېلوټ خوشې کوي چې د فبرورۍ پر ۲۷مه یې نیولی وو.

نوموړي د فبرورۍ پر ۲۸مه د هېواد پارلېمان ګډې غونډې ته په وینا کې وویل، اسلام اباد د ترینګلتیا ختمول غواړي او د دې لپاره هندی پیلوټ ابېنندن د مارچ پر لومړی خوشې کوي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د فبرورۍ پر ۲۷مه پر پاکستان غږ کړی وو چې پيلوټ وروسپاري.

دا پیلوټ پرون د هندۍ الوتکې تر پرېوتو وروسته نیول شوی وو.

عمران خان په وینا کې وویل، د فبرورۍ پر۱۴مه هند د کشمیر په پلواما سیمه کې په موټر بم ځانمرګي برید کې له پلټنو پرته پر پاکستان د ککړتیا تور پورې کړ.

په هغه حمله کې ۴۴ هندي ملېشه سرتېري وژل شوي ول چې ذمه واري یې پاکستان مېشتې وسله والې ډلې جیش محمد ومنله.

وزیراعظم عمران خان وويل، د هند له خوا د پلواما برید په اړه یوه دوسیه د فبرورۍ پر ۲۷مه اسلام اباد ته رسېدلې او ځواکونو یې تر دې مخکې پر بالاکوټ بمباري وکړه:

((هند یرغل وکړ. د نړیوال قانون سرغړونه یې وکړه. د ملګرو ملتونو د چارټر خلاف ورزي یې وکړه. پوښتنه دا ده چې هند به د خپلو پلټنو دوسیه موږ ته راسپارلې وه، که موږ عمل نه وای کړی، نو بیا به یې اقدام کاوه.))

عمران خان وویل، د فبرورۍ ۲۷مې پر ماښام یې هم له خپل هندي سیال نرېندرا مودي سره د خبرو هڅه وکړه، خو بریالی نشو.

نوي دلي د نوموړي د تازه وینا په اړه لا څه نه دي ویلي.

د پاکستان وزیراعظم زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو ترینګلي اړیکي به د افغانستان سولې بهیر اغېزمن کړي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د فبرورۍ پر ۲۷مه په یوه بیان کې ویلي ول چې د هند و پاکستان ترینګلتیا د سولې پر خبرو هېڅ اثر نه لري.

XS
SM
MD
LG