د اروپا د بشري حقونو محکمې په دوو جلا قضیو کې فرانسه او یونان له ماشومانو سره د بد چلند له کبله جریمه کړي.
دې محکمې د فبرورۍ پر ۲۸مه، په خپل حکم کې فرانسې ته امر وکړ چې هغه افغان زلمي ته چې په ۲۰۱۶ز کال کې یې شپږ میاشتې د کالې Calais د کډوالو په کیمپ کې تېرې کړې ۱۵،۰۰۰ یورو تاوان ورکړي.
جمیل خان هغه مهال ۱۲ کلن وو او په کالي کیمپ کې اوسېده چې حکومت د دې کیمپ د ویجاړولو امر وکړ.
هغه مهال د فرانسې یوې محکمې حکم هم کړی وو چې باید د دې ماشوم ساتنه وشي، خو د ایالت چارواکو دا امر نه وو عملي کړی.
جمیل خان په همهغه کال بریتانیا ته ولاړ او اوس په برمېنګم کې اوسي.
د اروپا د بشري حقونو محکمې په دوهمه قضیه کې، د یونان حکومت ته امر کړی چې نهو تنکیو زلمیانو ته ۴،۰۰۰ یورو تاوان ورکړی.
په دې ډله کې شپږ سوریایان، دوه عراقیان او یو مراکشی شامل دي چې په ۲۰۱۶ز کال کې یونان ته ورسېدل.
د محکمې د څېړنو له مخې دا هلکان مخکې له دې چې د مهاجرت د ادارې چارواکو ته وسپارل شي د درو او پېنځو اوونیو ترمنځ د پولیسو یا سرحدي ګارډ په بند کې ول.