افغان ولسمشر اشرف غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې له حکومت سره خبرو ته کښېني.
نوموړي د فبرورۍ پر ۲۸مه په کابل کې د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو ستاینې ورځ په مناسبت یوې غونډې ته په وینا کې وویل، د طالبانو جګړه هېڅ شرعي جواز نه لري.
غني دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د ګل له ورځې څخه تر چارشنبې پورې امریکايي چارواکو او طالب استازو په قطر کې مذاکرات وکړل چې پکې افغان حکومت ته د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې ځکه چې طالبان تر اوسه له کابل سره له مخامخ خبرو انکار کوي.
د فبرورۍ پر ۲۸مه، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، دا خبرې یې د دواړو خواو له چارواکو سره د مشورو لپاره تر دوو ورځو ځنډولې دي.
ټاکل شوې چې دا خبرې د مارچ پر دویمه بیا پیل شي.