د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا او شمالي کوریا خبرې بې له هوکړې پای ته ورسېدې


په هنويي کې د دواړو مشرانو ترمنځ غونډه
په هنويي کې د دواړو مشرانو ترمنځ غونډه

پراګ - امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، په هنويي کې یې له شمالي کوریايي مشر کېم جونګ اون سره په خبرو کې د اختلاف مهم ټکی پر هغه هېواد د امریکا بندیزونه ول.

دا خبره ټرمپ د فبرورۍ پر۲۸مه تر هغې وروسته کړې چې له کېم سره یې دوه ورځنۍ سرمشریزه له اټومي وسلو څخه د کوریا ټاپووزمې پاکولو له موافقې پرته پای ته ورسېده.

ټرمپ خبریالانو ته وویل، شمالي کوریا غوښتل چې ورباندې لګېدلي بندیزونه مکمل لرې شي چې دا کار یې نشو کولای.

ټرمپ وویل، شمالي کوریا به د وسلو ازموینې نه کوي:

((یوه مهمه خبره دا ده چې مشر کېم بېګا راسره ژمنه وکړه چې د اټومي وسلو او توغندیو ازموینې به نه کوي. زه ورباندې باور کوم او هیله من یم چې وعده به یې ریښتینې وي.))

دواړه مشران د فبرورۍ پر۲۸مه تر ټاکلي وخت مخکې د خبرو له ځایه روان شول او د موافقې لاسلیکولو غونډه لغوه شوه.

ټرمپ وویل، کله کله داسې کېږي چې سړی نتیجې ته ونه رسي او نن همداسې یوه ورځ وه.

خو کېم د هنويي په مېټروپول هوټل کې له ټرمپ سره د خبرو پیلولو پر وخت وویل، داسې ورته ښکاري چې غونډه به یې پایله ولري.

تر دې مخکې دواړو مشرانو تېر کال په جون کې په سېنګاپور کې لیدلي ول او د خبرو په پای کې یوه مبهمه اعلامیه خپره شوې وه چې پکې کېم له اټومي وسلو څخه د کوریا ټاپووزمې پاکولو ژمنه کړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG