د لاسرسي ځای

تازه خبر

که امریکا خپلې ژمنې پوره نه کړي بله لاره خپلوو: کیم


د شمالي کوریا ولسمشر کیم جون ان
د شمالي کوریا ولسمشر کیم جون ان

شمالي کوریا خبرداری ورکړی دی چې که امریکا پر دغه هېواد بندیزونه جاري وساتي نو دوی به بله لاره غوره کړي.

نن د نوي کال په مناسبت په خپاره شوي پیغام کې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ ان ویلي که امریکا خپلې ژمنې پوره نه کړي او پر هغوی بندیزونو او فشارونو ته دوام ورکړي نو دوی به هم کومه بله لاره خوښه کړي.

کیم وویل په ۲۰۱۸ م کال کې یې له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره په سینګاپور کې ګټورې خبرې کړې وې او بیا هم هر وخت چمتو دی چې له ولسمشر ټرمپ سره خبرې وکړي.

کیم پر امریکا غږ وکړ چې له جنوبي کوریا سره د درول شویو پوځي تمرینونو موده دې وغځوي.

د ۲۰۱۸م کال په جون کې کیم او ټرمپ د کوریا ټاپووزمې په غېر اټومي کولو سلا شوي ول خو پر دې موضوع په دا وروستیو کې لږ پرمختګ شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG