د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ هیله من دی چې هند او پاکستان به نور تاوتریخوالی ونکړي


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ.

امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ هیله ښودلې ده چې پاکستان او هند به نور له تاوتریخوالي کار وانخلي.

نوموړي د فبرورۍ پر ۲۸مه په هنويي کې د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره تر لیدو وروسته خبریالانو ته وویل، واشنګټن د هند او پاکستان د تاوتریخوالي درولو هڅې کوي.

ټرمپ وویل، د دواړو هېوادونو ترمنځ تعلقات له لسیزو راهیسې خراب دي.

د اسلام اباد و نوي دلي ترمنځ ترینګلتیا تر هغې وروسته زیاته شوه چې د فبرورۍ پر ۱۴مه د هند تر واک لاندې د کشمیر په پلواما سیمه کې په موټر بم ځانمرګي برید کې ۴۴ هندي ملېشه پولیس ووژل شول.

پاکستان مېشتې وسله والې ډلې جیش محمد د دې حملې ذمه واري ومنله.

XS
SM
MD
LG