د لاسرسي ځای

تازه خبر

''د اپوزیشن پرضد د نېب کاروایانې پاکستان کې جمهوریت کمزوری کوي''


د پاکستان پارلمان ودانۍ
د پاکستان پارلمان ودانۍ

په قامي اسمبلۍ کې اپوزیشن ګوندونو پر قامي احتساب ادارې نیوکې کړې او وايي دا د حکومت په ډاډ او مرسته د دوی پرضد کاروایانې کوي چې له کبله به يې په دې هېواد کې جمهوریت کمزوری شي.

بل پلو د قانونی او سیاسي چارو شنونکي وینا ده چې پاکستان د نېب قانون د سیاسي انتقام لپاره کارول کېږي باید چې دا نظام پاک او روڼ جوړ کړل شي. اسلام آباد کې د ګل په مازیګر د قامي اسمبلۍ غونډه کې مخالفو ګوندونو د پخواني وزیراعظم نواز شریف د اسلام آباد های کورټ لخوا د درملنې لپاره د غوښتل شوي ضمانت په ردېدو او د احتساب د قامي ادارې نېب لخوا د سیند د صوبايي اسمبلۍ د سپیکر اغا سراج دراني په نیولو اندېښنې وښودلې او ویل یې چې دا عمل غیر قانوني او غیر-ایني دی چې د یوې اسمبلۍ سپیکر دا رنګ نیول کېږي.

په قامي اسمبلۍ کې د متحده مجلس عمل پارلیماني مشر مولانا اسد محمود وویل په دې ملک کې دا رویې جمهوریت ته زیان رسوي چې یو جرنیل پروېز مشرف ته د علاج لپاره بهر ملک ته د تګ اجازت ورکړل کېږي خو درې واره منتخب شوي وزیراعظم ته نه ورکول کېږي.

''نن د پاکستان درې واره منتخب وزیراعظم ته تا له زندانه بهر د علاج کولو اجازت ورنکړ، دا سوالیه نشان دی چې پاکستان کې دا څنګه رویې دي او کوم رنګ کردار ادا کېږي.''

د پاکستان پیپلز پارټۍ د قامي اسمبلۍ غړي میرمنور تالپور وویل په نړۍ کې داسې چیرته هم نه دي شوي چې د اسمبلۍ سپیکر دې په داسې غیرجمهوري طریقه ونیول شي او د هغه له کورنۍ سره دې هم د سپکاوي چلند وکړل شي.

دی وايي: ''د سیند اسمبلۍ سپیکر اغا سراج دراني صېب چې په کومه طریقه نیول شوی نو دا څنګه جمهوریت دی چې د سیند اسمبلۍ سپیکر اسلام آباد ته راځي او هغه نیول کېږي.''

د مواصلاتو وزیرمملکت مراد سعید وویل دې خلکو درغلۍ کړې دي نو ځکه نېب نیولي او د دې ثبوت دا دی چې په تېرو وختونو کې د ده په وزارت کې درغلۍ شوي. دی وايي: ''زه نن تاسو ته وایم چې دغه لوټلې پېسې به موږ راوړو او زه په خپل وزارت کې ثابتوم او نهه نیم سوه کروړه غلا کړل شوې روپۍ مې بیرته راوړي دي نو سپیکر صېب په هر وزارت کې د دوی داسې کارنامې دي.''

په پېښور کې د قانوني چارو شنونکی وکیل نور عالم مشال راډیو ته وویل: ''په پاکستان کې اکثره د نېب قانون د سیاسي انتقام لپاره کارول شوی نو ځکه پرې دې سیاستوالو اندېښنې وښودلې.''

د نوموړي په خبره که د نېب او حکومت دا رویه وه او اپوزیشن بیا بیا داسې احتجاجونه کوي نو ممکنه ده چې په پاکستان کې جمهوریت ختم شي او معامله صدارتي نظام اړخ ته ولاړه شي.

یاده دې وي هم د ګل په ورځ اسلام آباد های کورټ د پاکستان د پخواني وزیر اعظم نوازشریف په العزیزیه سټیل ملز ریفرنس کې د ورکړل شوې سزا پرضد د ضمانت درخواست مسترد کړو. نوموړي په خپل درخواست کې ویلي ول چې ناروغه دی او د علاج لپاره دې ورته ضمانت ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG