د ننګرهار چارواکي وایي چې د فبرورۍ پر ۲۶مه سهار شاوخوا ۱۰بجې د جلال اباد ښار دویمې ناحیې اړوند سپین غر سینیما ته څېرمه د پولیسو په رېنجر موټر پورې نښلول شوي ماین چاودنه کړې چې له امله یې دوه تنه ملکي وګړي او یو تن پولیس ټپیان شوي دي.
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼي وايي چې ټپیان پر وخت روغتون ته رسول شوي او زیاتوي چې د درېواړو روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی.
د پېښې ذمه وارې تر دې دمه جا نه ده منلې.