د افغانستان د تجارتي مالونو لومړۍ جوپه د فبرورۍ پر ۲۴مه، د ولسمشر اشرف غني په موجودګۍ کې د چابهار بندر له لارې هند ته واستول شوه.
د افغانستان شاوخوا ۷۵۰ ټنه تجارتي مالونه له زرنج ښار څخه چاه بهار او له هغه ځایه هند ته واستول شول.
ولسمشر غني په دې مناسبت مراسمو کې په خپله وینا کې وویل، چابهار له نړۍ سره د افغانستان د اقتصادي تړون لاره ده:
"هرڅه چې له افغانستان صادرېږي، د افغانستان سلګونه کلي او میلیونونه وګړي له نړۍ سره وصلوي. اقتصادي ژبه د وصل ژبه ده."
چابهار د افغانستان لپاره نړیوالو اوبو ته د رسېدو تر ټولو نېږدې او ارزانه لار بلل کېږي.
ارګ په يوه بیان کې وویل چې ولسمشر غني به د افغانستان د تجارتي مالونو د لومړۍ جوپې د استولو په مراسمو کې پر ګډون سربېره په مرکز زرنج کې د ولسونو، ديني عالمانو، ځوانانو، ښځو او سوداګرو له استازو سره هم وګوري.
د افغانستان د ولسمشر ویاند محمد هارون چخانسوري د فبرورۍ پر ۲۳مه په کابل کې خبریالانوته وویل چې په دې ډول به په نسبتاً ارزانه بیه ایران، هند او د خلیج هېوادونو ته د افغانستان صادرات زیات شي.