پراګ ـ هندي چارواکي وايي، په شمال ختیځ صوبه اسام کې په غیر قانوني توګه د جوړو شوو شرابو د څښلو له وجې لږ تر لږه ۱۳۳ کسان مړه او شاوخوا ۲۲۵ نورپه روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.
پولیس چارواکي مکیش اګروال د فبرورۍ پر ۲۴مه وویل، په اغېزمنو شویو کسانو کې زیاترو په ګولاګهاټ او جورهات ضلعو کې د چایو په کارخانه کې کار کاوه.
پولیسو او د روغتیا چارواکو ویلي، دغو کارکوونکو د فبرورۍ پر ۲۱مه داسې الکوهل څښلې وو چې پر اعصابي نظام اغېز کوي.
پولیس چارواکي اګروال ویلي، د شرابو جوړولو د ځايي کارخاني مالک او په لسګونه نور کسان نیول شوي دي. د چارواکو په خبره، د پولیسو لخوا د پېښې پلټنې دوام لري.
د اسام د روغتیا وزیر همانتا بسوا شرما ویلي، د غیر معیاري شرابو جوړوونکيو خلاف به اقدامات کوي او تر شا یې چې هرڅوک لاس ولري دوی به یې له نیولو او محاکمه کولو درېغ و نه کړي.
په هند کې چې غربت زیات دی او ډېری خلک ګران بیه معیاري شراب نشي اخېستی د داسې ارزانو شرابو څښل عامه خبره ده. ځايي خلک دې ته دیسي شراب وايي او د څښلو په وجه یې تر دې مخکې هم دا ډول مرګونې پېښې مخې ته راغلې دي.
په ۲۰۱۱ کال کې د هند لویدیځ بنګال ایالت کې په ورته پېښه کې ۱۷۲ کسان وژل شوي وو.