د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ترکمنستان کې د الکولي مشروباتو پلورل محدود کېږي


د ترکمنستان اشقابات ښار.
د ترکمنستان اشقابات ښار.

په ترکمنستان کې يو نوى قانون عملي شوی چې له مخې يې د شراب په ګډون د ټولو الکوحلي مشروباتو خرڅول محدود کېږي.

د دغه قانون پر اساس له د جنورۍ لومړۍ نېټه راهيسې په رېلګاډو، الوتکو، کښتيو او ورزشي مرکزونو کې الکوحل منع شوي دي.

د دې قانون له مخې د ملي رخصتيو پر مهال د الکوحل مشروباتو پلورل منع شوي دي.

د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بيردي محمدوف د خپل هېواد وګړي هڅولي چې ورزش او جسماني فعاليت ته مخه کړي.

محمدوف ويلي چې خپل هېواد به تر ٢٠٢٥م کال پورې له تمباکو پاک اعلان کړي.

د ترکمنستان د وګړو شمېر ۵،۶ میليونه ته رسېږي چې اکثريت يې مسلمانان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG