د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو او امریکايي چارواکو د خبرو نوی پړاو پیلېږي


له امریکایي چارواکو سره د خبرو لپاره د طالبانو استازي
له امریکایي چارواکو سره د خبرو لپاره د طالبانو استازي

پراګ - ښايي چې د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ په قطر کې د خبرو نوی پړاو د راتلونکې اوونۍ د دوشنبې په ورځ پیل شي.

په داسې حال کې چې ټاکل شوې د طالبانو استازي او امریکايي چارواکي راتلونکې اوونۍ په قطر کې د خبرو نوی پړاو پیل کړي، د طالبانو ځینو مشرانو ویلي دي چې د دې ډلې د سیاسي دفتر نوی رئیس ملا عبدالغني برادر ښايي په دې خبرو کې ګډون و نه کړي.

دې طالب مشرانو د فبرورۍ پر ۲۱مه روېټرز خبري اژانس ته وویل چې ملابرادر به د سفر لپاره د لازمو اسنادو او د خبرو په نوي پړاو کې د ده د دقیقې ونډې د څرنګوالي پرسر د اختلافونو په ګډون د بېلابېلو دلایلو له کبله په دې خبرو کې و نه کړي.

د طالبانو یوه ویاند سهیل شاهین تېره اوونۍ روېټرز اژانس ته ویلي وو، په دې اړه چې ملابرادر به د قطر په خبرو کې ګډون وکړي که نه، دی څه نه شي ویلای.

د طالبانو د مشرتابه یوه جګپوړي غړي د خپل نوم نه ښودو په شرط روېټرز خبري اژانس ته وویل، ملا برادر غوښتل چې قطر ته ولاړ شي او په خپله د سولې د خبرو مشري وکړي، خو د ځینو دلایلو له کبله ښايي قطر ته سفر و نه شي کړای.

روېټرز د طالبانو د یوه جګپوړي غړي له قوله راپور ورکوي چې نوموړی وايي، د قطر په راروانو خبرو کې د پرمختګ تمه نه شته.

د طالبانو دې مشر ویلي چې دوی غواړي د طالبانو د بندیانو د تبادلې او د دې ډلې پر مشرانو د لګول شویو بندیزونو د لېرې کېدو په اړه له امریکايي پلاوي سره خبرې وکړي.

ملابرادر تېر کال په اکتوبر میاشت کې د پاکستان له یوه زندانه خلاص شو او طالبانو نېږدې دوه میاشتې مخکې په یوه بیان کې اعلان وکړ چې نوموړی په قطر کې د دوی د سیاسي دفتر د مشر په توګه ګمارل شوی دی. ملابرادر چې د طالبانو د تحریک له بنسټ ایښودونکو شمېرل کېږي، د هېواد په جنوب کې یې د جګړو مشري کوله چې بیا په ۲۰۱۰ کال کې ونیول شو.

په قطر کې د طالبانو او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېر ځل خبرو شپږ ورځې دوام وکړ.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل او اوربند په هغو مسایلو کې دي چې دواړو خواوو تراوسه هوکړه نه ده پرې کړې.

واشنګټن په عین حال کې دا هڅه هم کوي چې طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو کړي. په همدې حال کې ټاکل شوې چې خلیلزاد به قطر ته له روانېدو مخکې بلجیم، جرمني او افغانستان ته سفرونه وکړي.

خلیلزاد د خپلو لیدنو کتنو په ترڅ کې د فبرورۍ پر ۲۱مه په انقره کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال او همداراز د ترکیې د ولسمشر له لوی سلاکار ابراهیم کالین سره جلا کتنې وکړې.

د ترکي رسنیو د راپور له مخې، خلیلزاد او کالین په خپله کتنه کې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په مقصد د روانو هڅو او د افغانستان د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.

په دې کتنه کې د افغانستان د سولې په بهیر کې د ترکیې د ونډې او په دې برخه کې د دې هېواد د هڅو په اړه هم خبرې وشوې.

XS
SM
MD
LG