د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شام کې ۲۰۰ سرتېري پرېږدو: امریکا


په شام کې امریکايي ځواکونه.
په شام کې امریکايي ځواکونه.

امریکا ویلي دي چې د پلان مطابق له شامه د ځواکونو د راویستو وروسته به د څه وخت لپاره خپل ۲۰۰ سوله ساتي سرتېري په دغه هېواد کې پرېږدي.

دا خبره د فبرورۍ پر ۲۱مه د سپینې ماڼۍ ویاندی سارا سنډرز په یو بیان کې کړې ده.

ولسمشر ټرمپ تېر کال په ډېسېمبر کې له شامه د خپلو ۲۰۰۰ سرتېرو د ویستو اعلان کړی وو.

ولسمشر ویلي وو چې د اسلامي دولت ډلې وسله والو ماتې خوړلې ده، نو ځکه دغلته نور ځواکونو ته اړتیا نه شته.

تهران او روسیه د شام په اووه کالنۍ کورنۍ جګړه کې د شامي ولسمشر بشرالاسد پلوي کوي او د هغه د واک قایم ساتلو لپاره ورسره مهمې پوځي مرستې کوي.

بلخوا امریکا او ترکیه د حکومت ضد بېلا بېلو ځواکونو سره ولاړه ده.

له شامه د ځواکونو د راویستو په اړه تراوسه څه نېټه نه ده ورکړل شوی.

XS
SM
MD
LG