د کراچۍ په یو رېسټوران کې د زهرجن خوړو له امله د بلوچستان پښتني سیمې خانوزۍ دیوې کورنۍ پنځه ماشومان وژل شوي دي. د ماشومانو د کورنۍ یوه غړي فیصل زمان نن مشال ریایو ته وویل ماشومان د کراچۍ صدر په یوه رېسټوران کې له ډوډۍ خوړولو وروسته بې هوشه او بیا سیول هسپتال ته یوړل شو خو هلته یې ساه ورکړه.
د خوړو له امله د ماشومانو یوه توړۍ لاهم بې هوشه او په روغتون کې تر درملنې لاندې ده.
د کراچۍ د پولیسو یو افسر طاهر نوراني رسنیو ته وویل، د پېښې پلټنې یې شورو کړي دي.
د بلوچستان صوبې اعلا وزیر جام کمال پر پېښه خواشیني څرګنده کړې ده.
د وژل شویو ماشومانو عمرونه له یونیم کاله نیولې تر نهه کلونو دي.
ماشومان له خپلې کورنۍ سره په پنجشنبه له کوټې کراچۍ ته تللي و