امریکا وايي، هغه امریکايي نژاده ښځه چې په شام کې له اسلامي دولت وسله والې ډلې سره یو ځاې شوې وه، ورته به واپس امریکا ته د تللو اجازه ور نه کړي.
امریکا وايي، هغه یې د هېواد شهري نه ده خو د هدی موثانا وکیل د هغې پر امریکايي شهریت لرلو زرو راوړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د فبرورۍ پر۲۰مه وویل هدي چې اوس په شام کې په یو مهاجر کېمپ کې له خپل ماشوم سره مېشته ده، د امریکايي شهریت لرلو د دعوی قانوني حق نه لري.
پامپیو نور وضاحت ور نه کړ چې دغه ۲۴ کلنه ښځه ولې د امریکا شهریت نه لري.
نوموړي وویل، دغه ښځه د دعوې قانوني حیثیت نه لري، نه ورسره د استعمال وړ امریکايي پاسپورټ شته او نه هم د امریکايي پاسپورټ یا د ویزې حق لري.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل امر یې کړی چې په نیوجرسي ایالت کې زېږدلې دغه ښځې ته د امریکا د واپس تللو اجازه باید ور نه کړل شي.
د هدی موثانا وکیل حسن شبلي په دې خبره اصرار کوي چې دغه ښځه په خټه امریکايۍ ده، په الاباما کې اوسېده او په ۲۰۱۴م کې چې کله له داعش سره یو ځای شوه نو امریکايي پاسپورټ ورسره و.