د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن به د روس ولسمشر پارلېمان ته کلنۍ وینا وکړي


د ورس ولسمشر ولادمیر پوتین
د ورس ولسمشر ولادمیر پوتین

ټاکل شوې ده چې د روس ولسمشر ولادمیر پوتین به نن[د فبرورۍ پر۲۰مه] روسي پارلېمان ته خپله کلنۍ وینا وکړي.

دا په داسې وخت کې ده چې نظر پوښتنو ښودلې چې د ولسمشر پوتین مقبولیت تر بل هر وخت ټیټې درجې ته راغلی دی.

ولادمیر پوتین له ۱۹۹۹م کاله راهیسې د وزیراعظم او ولسمشر په توګه د روس پر سیاست واکمن دی.

پر ولسمشر پوتین نیوکه کوونکي وايي، نوموړي د اپوزېشن او مخالف نظر لرونکو په ځپلو سره واک په لاس کې ساتلی دی.

دا به د نوموړي ۱۵م ځل وي چې دا کلنۍ وینا وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG