د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ایرانيو ځواکونو ځانمرګی بریدګر پاکستانی وو: جنرل پاکپور


د ایران د مځکنیو ځواکونو کومندان برېګېډیر جنرل محمد پاکپور.
د ایران د مځکنیو ځواکونو کومندان برېګېډیر جنرل محمد پاکپور.

پراګ - د ایران حکومت وايي، پر کوم ځانمرګي چې په تېره اونۍ کې د دوی پر ځواکونو د برید تور دی هغه یو پاکستانی وګړی دی.

د ایران د انقلابي ساتونکي ځواک خبري رسنۍ – سپاه – د فبرورۍ پر ۱۹مه د یاد ځواک د برېګېډیر جنرل محمد پاکپور له خولې لیکلي چې دا ځانمرګی حافظ محمد علي نومېدلو او د پاکستان وو.

نوموړي ویلي چې د وسله والې ډلې یو بل هغه تورن غړی هم د پاکستان وو چې د فېبرروۍ پر۱۳مه د ترسره شوي دې برید پلان یې جوړ کړی وو.

د مځکنیو ځواکونو کومندان برېګېډیر جنرل محمد پاکپور زیاته کړې چې په دې برید کې د ایران د سیستان بلوچستان صوبې درې ایرانیانو هم لاس درلود چې دوه نیول شوي دي.

د ایران حکومتي رسنیو د یاد ځواک د بیان له حوالې ویلي چې دا پېښه د فبرورۍ پر ۱۳مه هغه مهال رامنځ ته شوې چې ځانمرګي خپل له بارودو ډک موټر د زاهدان او خاش ښار پر سړک د انقلابي ځواک له وړونکي بس سره ټکر کړ. په هغه برید کې د ایران انقلابي ساتونکي ځواک ۲۷ غړي وژل شوي ول.

سني مسلمانې بېلتونپالې وسله والې ډلې جېش العدل یې ذمه واري منلې ده.

سیستان بلوچستان له پاکستان سره پر پوله پروت دی او د خلکو لویه برخه یې سني بلوڅان دي.

پاکستان دا برید غندلی او له ایران سره یې د همکارۍ هوډ ښودلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG