د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې د ګوزڼ ضد درې ورځنی کمپاین پیل شو


په بلوچستان کې د ګوزڼ کارکوونکي.
په بلوچستان کې د ګوزڼ کارکوونکي.

په بلوچستان کې د ګوزڼ ضد مخنیوي لپاره کمپاین نن[د فبرورۍ پر۲۰مه] په درېمه ورځ هم روان دی.

د بلوچستان صحت محکمې چارواکي وايي، د کوټې په ګډون به په ۳۲ ضلعو کې تر ۲۵ لکه زیاتو ماشومانو ته دا څاڅکي ورکوي.

بل پلو په اورکزۍ قبایلي ضلع کې د درند شیخانو قبیلې د احتجاج په توګه خپل ماشومانو ته د ګوزڼ څاڅکو له ورکولو انکار کړی دی.

دوی وايي، تر هغه وخته به دې احتجاج ته دوام ورکوي ترڅو چې حکومت د کانډا کلي د مځکې شخړه نه وي هواره کړې.

هلته د دوو قبیلو پر مځکه سره جنجال دی. د حکومتي چارواکو غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

XS
SM
MD
LG