د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ اردو ژبي او پښتانه یو بل ته نېږدې شوي


کراچۍ کې په تېرو کلونو کې په فرقه ییز، ژبني او نسلي تاوتریخوالی کې ګڼ کسان وژل شوي
کراچۍ کې په تېرو کلونو کې په فرقه ییز، ژبني او نسلي تاوتریخوالی کې ګڼ کسان وژل شوي

پراګ - په تېرو درو لسیزو کې په کراچۍ کې د فرقه ییز، هدفي او ژبنیز تاوتریخوالي خورا زیاتې پېښې وشوې چې پکې د د پښتنو او اردو ژبیو ترمنځ د ژبې او رنګ پر اساس هغه هم شاملې دي، خو اوس خبریالان او شنونکي وايي چې هغه پېښې نه یوازې تر ډېره حده کمې شوي بلکې د دواړو قامونو وګړي د یو بل په غونډو کې ګډون هم کوي.

په وروستیو کې د اردو ژبیو یو شمېر کورنۍ په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مظاهرې ته ورغللې او هلته یې خپل غږ له پښتنو سره بدرګه کړ.

په کراچۍ کې تر ټولو زیات اردو ژبه ویونکي (چې مهاجر هم بلل کېږي) اوسي.

هغوی د هند تر وېش وروسته، خو کراچۍ ته ورغلي دي. په کراچۍ کې دویم لوی قام پښتانه دي چې د ۱۹۶۰ز لسیزې پر مهال هلته د کارخانو تر جوړېدو وروسته د مزدورۍ لپاره ورغلي ول.

د پښتنو او اردو ژبیو ترمنځ په کراچۍ کې په لومړي ځل ژبنی تاوتریخوالی په ۱۹۸۰ز لسیزه کې شوی وو چې پکې یو شمېر کسان وژل شوي ول.

د ۱۹۸۶ز کال د ډېسېمبر پر ۱۴مه، د اورنګي ټاون په علیګړ کې ژبنی تاوتریخوالی شوی وو چې اردو ژبي یې تر ننه د "عليګر ناورین" په نامه یادوي او هر کال یې په اړه غونډه کوي.

همدا راز د ۲۰۰۷ز کال د مې پر ۱۲مه په تاوتریخوالي کې ګڼ پښتانه ووژل شول چې هغوی یې هر کال په اړه احتجاجي غونډې کوي.

خو د کراچۍ شنونکي او خبریالان وايي، اوس په ښار کې د پښتنو او اردو ژبیو ترمنځ کړکېچ کم شوی دی.

خبریال نعمت خان د دې فساداتو د کمي وجه په کراچۍ کې روان اپرېشن او د سیاسي ګوندونو ترمنځ مفاهمت یادوي:

"مخکې به تور سکڼ پوستکي والا انسان د مهاجر په نوم وژل کېده او سور سپین به د پښتون او افغان په نوم، خو تر اپریشن وروسته حالات بدل شوی دي."

په کراچۍ کې څو لسیزې پخوا، عوامي نیشل پارټي د پښتنو استازیتوب کاوه.

په هغه زمانه کې د ګوند مشر ولي خان څو ځل د اردو ژبیو د نماینده ګوند اېم کیو اېم له مشرانو سره کتلي ول چې له وجې یې د دواړو قامونو ترمنځ تاوتریخوالی تر ډېره بریده کم شوی وو.

خو اوس په تازه وختونو کې داسې ښکاري چې پښتانه او اردو ژبي د پخوا هر وخت په نسبت یو بل ته زیات نېزدې شوي.

د سیاسي چارو پوه اختر بلوڅ وایي، حالاتو پښتانه، اردو ژبي او نور واړه قومونه سره یو ځای کړل:

"که د ورکو خلکو خبره ده یا بله کومه پېښه، دا یوازې له پښتنو سره نه دي شوي، له نورو قامونو سره هم شوي دي. د مثال په توګه، په کراچۍ کې یوازې نقیب الله نه دی وژل شوی، نور خلک هم وژل شوي دي. کله چې د ډېرو خلکو درد یو شان وي نو بیا هغوي رایوځایېږي او د بل درد هم د خپل هغه په شان محسوسوي."

حالاتو پښتانه او نور واړه قامونه یو بل ته نېږدې کړل
اختر بلوڅ

​خبریال نعمت خان وایي په مخکې وختونو کې ژبني واقعات یا خو د پوځي مشر ایوب خان په وخت شوي او یا هم د پروېز مشرف په زمانه کې:

"چې ریاست څنګه غواړي هسې کولای شي. که د مې ۱۲مې په پېښه کې پښتانه ووژل شول نو هغه وخت [پوځي واکمن] پروېز مشرف د اېم کیو اېم تر شا وو. هغه پر هغه شپه خپل سوک [لوړ] کړ او ویې ویل چې موږ په کراچۍ کې د خپل طاقت مظاهره وکړه."

نعمت خان زیاتوي، د ژبنيو فساداتو نتیجو ته په کتو، خلک په ریښتیا او واقعیتونو خبر شوي نو ځکه ښايي په راتلونکې کې داسې تاوتریخوالی ونشي.

XS
SM
MD
LG