د لاسرسي ځای

تازه خبر

لاړکانه کې د مزدورانو وژنې پرضد په باجوړ کې احتجاجونه دوام لري


زوړ فوټو: د باجوړ په خار بازار کې خلک په نوډېرو کې د مزدورانو د وژنې ضد احتجاج کوي.
زوړ فوټو: د باجوړ په خار بازار کې خلک په نوډېرو کې د مزدورانو د وژنې ضد احتجاج کوي.

پراګ: د فېبرورۍ پر ۱۳مه د سیند صوبې لاړکانې په نوډېرو کې د درې باجوړو مزدورانو د وژنې پرضد په باجوړ کې داحتجاجونو لړۍ دوام لري.

د فېبرورۍ په ۱۹مه په باجوړ پریس کلب کې د سیاسي ګوندونو جرګې باجوړ سیاسي اتحاد غونډه وکړه او د سیند له حکومته یې په پېښه کې د ښکېلو کسانو د نیولو او د وژل شویو له کورنیو سره د لا نورې مالي مرستې غوښتنه وکړه. په غونډه کې یوه کمیټۍ وګومارل شوه، چې په لاړکانه او کراچۍ کې له چارواکو سره وویني.

د باجوړ سیاسي اتحاد مشر مولانا وحید ګل مشال ریډیو ته وویل دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان نورو ښارونو ته د مزدورۍ لپاره تللي د باجوړ خلک وژل کیږي بلکې مخکې په لاهور، کراچۍ او نورو ځایونو کې هم باجوړيان وژل شوي دي. هغه وویل خلک له دې حالاتو ستړي شوي دي. د نوموړي په خبره د فېبرورۍ په ۲۱مه په عنایت کلي او د فېبرورۍ په ۲۵مه به په ناوګۍ کې احتجاجي مظاهرې کوي.

''دا پېښه د ژبې پر اساس شوې ده. د باجوړ ډېر خلک په نورو ښارونو کې مزدوري کوي. د دې پېښې سره په خلکو کې دا احساس پیدا شوی دی چې د نورو علاقو خلکو ته دوی د منلو وړ نه دي. د دې په خاطر موږ دا تحریک شورو کړو او تر هغې به روان وي چې د لاړکانې په پېښه کې ککړ کسان نیول شوي نه وي او په نورو ښارونو کې مېشت باجوړو ته تحفظ نه وي ورکړل شوی''

په باجوړ کې د فېبرورۍ په ۱۳مه، ۱۴مه او ۱۵مه هم احتجاجونه ول.

مولانا وحید ګل زیاته کړه د باجوړ زیاتره خلک د سیند صوبې په لېریو پرتو ښارونو کې دوکانونه او یا واړه کاروبارونه لري، چې د نوډېرو د پېښې وروسته هغوی ډېر په تشویش کې دي.

بل لور ته په کراچۍ کې هم پښتون امن کمیټي لویه جرګه یو ځل بیا فعاله شوې او د سیندي ملتپالو سره یې غونډې کړي دي. د جرګې مشري د عوامي نیشنل ګوند د سیند څانګې مشر شاهي سید کوي. جرګه د فېبرورۍ په ۱۷مه حیدراباد او جامشورو ته تللی او د سیندي ملتپالو له مشرانو جلال محمود شاه او ایازلطیف پلیجو سره یې کتلي دي. شاهي سید دفېبرورۍ په ۱۹ مه مشال ریډیو ته وویل: ''ماسره د پیپلز ګوند او مسلیم لیګ ن او د سوداګرو استازي هم ول. د سیندي ملتپالو سره مو خبرې وکړې. هغوی کاربندیز کاوه، هغه یې وځنډاوه. هغوی راسره ومنله چې د پښتنو او سیندیانو ترمنځ باید جنګ جوړ نه شي. د سیند امن پښتنو ته ډېر مهم دی.''

شاهي سید زیاته کړه، د سیند له وزیر اعلا او نورو مشرانو سره هم په دې موضوع لیده کاته شوي او د سیند حکومت چارواکي هم دا مني چې په صوبه کې د پښتنو او سندیانو د جنګولو هڅې کیږي او هغوی یې د مخینوي لپاره کوششونه کوي.

د سیند صوبې د کار او او خدماتو وزیر سید ناصرحسین شا په لاړکانه کې د وژل شویو باجوړو مزدورانو د جنازې مراسمو کې د ګډون لپاره باجوړ ته هم تللی وو. نوموړي د فېبرورۍ په ۱۴مه مشال ریډیو ته ویلي ول هیچا ته به اجازه ور نه کړي چې په صوبه کې د سیندیانو او پښتنو ترمنځ تاوتریخوالی وزېږوي.

د لاړکانې په نوډېرو کې د باجوړ د ښار (خار) تحصیل د علیزو بتایي کلي درې مزدورانو د کورنیو لپاره سیند حکومت پنځه پنځه لاکه روپۍ معاوضه اعلان کړې ده. پولیسو د پېښې پرضد مقدمه لیکلې او څلور مشکوک کسان یې نیولي دي.

XS
SM
MD
LG