د لاسرسي ځای

تازه خبر

'دیر ته باجوړيان نه پرېښودل کیږي'


د کوز دیر نقشه
د کوز دیر نقشه

پراګ ـ د باجوړ ضلعې استوګن وایي په ۲۰۰۸ م کال کې له باجوړه د کوز دیر ځینو سیمو ته په تګ لګول شوی بندیز اوس هم دوام لري. باجوړ او دیر ګډې پولې لري او د باجوړ سلارزو تحصیل او د دیر د میدان او نورو سیمو خلک په خپلو کې خپلوۍ او تګ راتګ لري خو د بندیزونو له وجې اغیزمن شوی دی.

د باجوړ خار بازار د سوداګرواتحادیې مشر خان بهادر د جنورۍ پر ۲۴ مه مشال ریډیو ته وویل، له باجوړه به په مخکنیو وختونو کې خلک، د غوزانو،دنداسې،توراملوکو او د ګډو بیزو د اخستو لپاره دیر ته تلل خو اوس د بندیز له وجې دغه کاروبارونه اغېزمن شول.

"تجارت صفر ته راغلی دی. که پر موږ داسې بندیزونه وي نو تجارت به څوک،چرته او له چاسره کوي؟د دیر غرونو ته باجوړیان د چرګانو،بیزو او سیرلو پسې تلل، مېلو ته به یې راوستل.موږ خو ترهګر نه یو، مونږ خو کاروبار له ځو. که څوګ راته ترهګر وای نو ودې وایي چې دوی د باجوړ د خلکو سره په دیر کې د تمانچې یو کارتوس نه دی نیولې نو بیا بندیز ولی دی، دا پوښتنه خو زما هم ده. اخر څه وجه ده؟"

خان بهادر وایي په نړۍ کې کرښې ختمیږي خو باجوړ او دیر چې د یوې صوبې او یو ډویژن برخې دي او د یو خېل خلک پکې اوسیږي، ترمنځ یې کرښې راښکل کیږي او د دې غټ اثر پر سیمه ایز کاروبار پریوزي.

شهاب الدین اف پجه په خار بازار کې د چرګانو د کاروباریانو د اتحادیې مشر دی، هغه وایي د دیر خلک باجوړ ته ورځي خو د باجوړ خلک دیر ته نشي تللی. هغه وایي د باجوړ ډيرې خلک د دیر په هاغو سیمو کې د بنجاريتوب کاروبار کاوه، خو د بندیز له وجې یې کار د تېرو لسو کلونو راهسې ولاړ دی.

د باجوړ زیاتره خلکو د دیر په دغو سیمو ټوکي، سیلوري لوښي او نور څیزونه خرڅول خو اوس یې کار په ټپه ولاړ دی

د باجوړ یو قامي مشر او له د قامي اسمبلۍ پخوانی استازی شهاب الدین خان وایي د دیر یو شمیر سیمې پخوا د باجوړ برخې وې او د یو خېل او ټبر خلک پکې اوسیږي. هغه وایي د بندیزونو په خلاف کې په هغه وخت کې په اسمبلۍ کې غږ اوچت کړی و، خو بندیزونه لا هم دوام لري.

"میدان، برول، شاهي، بینشۍ او ځینو نورو علاقو ته باجوړي نه پریښودل کیږي.که څوک لاړ هم شي نو ضمانت ترې اخیستل کیږي چې ترماښه به له سیمې بېرته اوځي.زموږ د سلارزو د زیاتو خلکو په هغو علاقو کې خپلوۍ دي خو تلی نشي. زما زوي د خپل ملګري واده ته تلی و، د شپې راته ایس ایچ او فون وکړو چې زوی دې وباسه. هغه یې په میدان سیمه کې شپې کولو ته پرې نښود."

شهاب الدین خان وایي داسې بندیزونه د اولسونو ترمنځ فاصله زیاتوي او کرکه پيدا کوي.

د قانون ترمخه د پاکستان هر وګړی د هیواد دننه هر ځایې ته تللی شي او هلته د کاروبار او استوګنې حق لري.

د بندیزونو په اړه د کوز دیر د انتظامیې یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل د کوز دیر د ضلعي انتظامې لخوا د باجوړو په ورتګ بندیز نه شته، بندیزونه یې د پوځي چارواکو په امر پخوا لګولي دي چې لا هم دوام لري.

مشال ریډیو په دې اړه د پوځي چارواکو په نظر اخیستو ونه توانید خو پوځ پخوا ویلي و چې په باجوړ کې یې کامیاب عملیات کړي او سیمه یې له وسله والو پاکه کړې ده.

XS
SM
MD
LG