د لاسرسي ځای

تازه خبر

په باجوړ کې د مزدورانو وژنې ضد مظاهره شوې


د باجوړ په خار بازار کې خلک په سیند کې د مزدورانو د وژنې ضد احتجاج کوي
د باجوړ په خار بازار کې خلک په سیند کې د مزدورانو د وژنې ضد احتجاج کوي

پراګ - د سیند صوبې د کار او او خدماتو وزیر سید ناصرحسین شاه وایي د فبرورۍ پر ۱۳مه، د لاړکانې په نوډیرو کې د درې باجوړي مزدورانو وژنه د هغو عناصرو کار دی چې د سندیانو او پښتنو ترمنځ کرکه پیدا کول غواړي.

ناصر حسین شاه د فبرورۍ پر ۱۴مه، په باجوړ کې د وژل شویو کسانو کورونو ته ورغی، لاسنیوی یې وکړ او په پېښه کې د ککړو کسانو د نیولو ژمنه یې وکړه.

نوموړي له باجوړه مشال رېډیو ته د ټلیفون په کرښه وویل: "مشر بلاول د سیند صوبې اعلا وزیر ته دنده سپارلې چې په پیښه کې ککړ کسان دې ونیسي او سخته سزا دې ورکړي. زمونږ ورورولي به دوام لري،د سیند په هره برخه کې چې څومره باجوړي او یا نور خلک اوسیږي،کاروبار او یا محنت مزدوري کوي د ټولو حفاظت به مونږ کوو."

د مزدورانو مړي د فبرورۍ پر ۱۴مه باجوړ ته ورسیدل او په خار بازار کې سلګونه کسانو مظاهره وکړه.

په سیند صوبه کې د پښتنو او سندیانو ترمنځ په تېر وخت کې هم ځینې وخت د تاوتریخوالي پېښې شوي دي. په ۲۰۰۸ او ۲۰۱۴ کلونو کې د پوځي اپریشنونو له کبله چې قبایل کراچۍ ته کډه کیدل، نو ځینې سیندي ملتپال یې په ضد سرکونو ته راووتل، او هغوی یې د کراچۍ په ګډون په سیند کې میشت کیدو ته نه پرینښودل.

همدا راز په دغو کلونو کې په حیدراباد او ځینو نورو سیمو کې د پښتنو د لرګو او قالینو دوکانونه او نور کاروبارونه وسوځول شول. په اتیایمه لسیزه کې هم د پښتنو او سیندي زده کونکو ترمنځ د تاوتریخوالي پېښه شوې وه چې بیا هغه وخت د باچاخان او سیندي ملتپالو د مشر جی ایم سید په منځګړتوب ختمه شوې وه.

په نوډیرو کې باجوړي مزدوران په کراچۍ کې تر هغې پیښې ورځې وروسته ووژل شو، چې پکې سیندی فعال ارشاد رانجاني وژل شوی وو.

رانجاني په کراچۍ کې د رحیم شاه په نامه یو سي کونسلر وژلی وو.

سیند حکومت په پیښه کې ککړ کسان نیولي او د پېښې د پلټنې لپاره یې کمیشن جوړ کړی دی.

سیندۍ لیکواله او خبریاله وینګس وایي، د ارشاد رانجاني وژنه او په هغې د ملتپالو د احتجاج وروسته په نوډیرو کې پښتنو د وژلو مقصد په ظاهره د پښتنو او سیندیانو ترمنځ نفرت پیدا کول دي. پېښې ته داسې رنګ ورکول کیږي چې دا تاثر ترې ولاړ شي چې د رانجاني په بدل کې باجوړیان ووژل شو:

"نوډېرو د لاړکانې نه لرې پروت ښار او د پیپلز ګوند بیخي مرکز دی او پیپلز ګوند او د سیند نور ګوندونه پي ټي ایم یو قسم ملاتړ کوي. بل د پي ټي ایم مشر منظور پښتون په سیندي ځوانانو کې په تیزۍ سره مشهور شوی ځکه چې د ورکو خلکو ستونزه د سندیانو هم ده. د پښتنو او سیندیانو دردونه یو شان دي .ښیي په ځینو «قوتونو» د پښتنو او سیندیانو دا نزدې والی ښه نه لګیدو."

د باجوړ د مزدورانو د وژنې په ضد د کراچۍ په ملیر کې د زیارت پر ورځ سیندي او پښتنو ځوانانو ګډه مظاهره وکړه او د ژبني فساد په ضد یې شعارونه ورکړل. همدا راز پر ټولنیزو رسنیو هم پښتانه او سندیان د دوی ترمنځ د ژبني تاوتریخوالي د جوړوول ضد لیکنې کوي.

منظور پښتون په سیندي ځوانانو کې په تیزۍ سره مشهور شوی ځکه چې د ورکو خلکو ستونزه د سندیانو هم ده
سیندۍ لیکواله وېنګس

د عوامي نیشنل ګوند د سیند صوبې مشر شاهي سید هم دا وژنې د پښتنو او سندیانو ترمنځ د ژبني جنګ جوړولو سازش ګڼي.

"کوم قوتونه چې پاکستان کمزوری کول غواړي، دا د هغوی سازش دی. دوی پښتانه او سیندیان جنګول او په صوبه کې انتشار غواړي"

سیندۍ لیکواله وینګس وایي د پښتنو او سندیانو ترمنځ تاریخي رشته ده. په سیندیانو کې هم ډېر پښتانه دي چې دوی یې سیندي پټانان ګڼي.

دوی زیاتره په اوچت سیند کې میشت دي. دغه خلک د سیند پر شکارپور د افغانستان د واکمنۍ په مهال هلته میشت شوي دي.

همدا راز زیاتره مذهبي سیندیان د جمعیت علما اسلام ف ډلې غړي دي چې مشري یې یو پښتون مولانا فضل الرحمان کوي.

XS
SM
MD
LG