د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ولسمشر ټرمپ خلاف ځینو ایالتونو مقدمه کړې


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ.

په امريکا کې د کيليفورنيا په مشرۍ۱۶ايالتونو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ادارې له دې کبله مقدمه کړې چې هغه له ميکسيکو سره پر سرحد د کډوالو مخنيوي لپاره د دېوال جوړولو په خاطر اېمرجنسي لګولې.

ولسمشر ټرمپ د دې ایمرجنسۍ په لګولو سره د دغه ديوال لپاره د پنځه اعشاريه اووه اربه ډالرو لګښت لپاره د کانګرس اجازې ته ضرورت نه لري.

کانګرس د دې پېسو له منظورۍ ورکولو انکار کړی وو.

د کيليفورنيا لوی څارنوال زاوير بيکيرا ويلي چې د دې مقدمې مقصد ولسمشر ټرمپ د خپلو واکونو له غلط استعماله راګرځول دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG