د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان پوځ د لسګونو وسله والو د وژلو ادعا کوي


په ننګاهار کې د افغان ځواکونو عملیات
په ننګاهار کې د افغان ځواکونو عملیات

د افغانستان په فارياب ولايت کې امنیه قوماندانۍ د فبرورۍ پر۱۹مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې په قېصار ولسوالۍ کې بېګا د يوې نښتې پر مهال ۱۸وسله وال وژل شوي دي.

د خبرپاڼې تر مخه په دې جګړه کې د مولوي عصمت الله عصمتیار په نوم د طالبانو يو قوماندان هم وژل شوی دی.

بلخوا د قیصار ولسوال حاجي رحمت الله مشال راديو ته ويلي چې د دې جګړې پر مهال سيمې ته د روانو امنيتي ځواکونو پر ګاډو په سړک کې ښخ شوی ماين الوتی او نهه سرتېري يې وژلي او اته ټپیان دي.

د يو بل خبر تر مخه د ننګرهار ولايت د والي له دفتره نننۍ خبرپاڼه وايي چې بېګا د استخباراتي ادارې NDS په ځانګړو عملياتو کې نهه طالبان وژل شوي دي.

د خبرپانې تر مخه دا عمليات د خوږياڼو ولسوالۍ په ټټنګ سيمه کې شوي چې پکې د وسله والو يو مرکز ويجاړ شوی او وسلې يې نيول شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG