د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان له نوي ډیلي خپل های کمېشنر وربللی دی


تر هندي ولکې لاندې کشمیر، د سرينګر په جنوب پلوامه کې له هغه کوره لمبې او لوخړې خېژي چې پکې مشکوکو وسله والو د یوې نښتې پرمهال پناه اخیستې ده. د فېبروۍ اتلسمه، ۲۰۱۹
تر هندي ولکې لاندې کشمیر، د سرينګر په جنوب پلوامه کې له هغه کوره لمبې او لوخړې خېژي چې پکې مشکوکو وسله والو د یوې نښتې پرمهال پناه اخیستې ده. د فېبروۍ اتلسمه، ۲۰۱۹

پاکستان د هند ترانتظام لاندې کشمير کې په یوه اونۍ کې د دوه خونړیو پېښو ورستو په هند کې تعينات خپل های کمېشنر د مشاورت لپاره اسلام اباد ته وربللی دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وياند ډاکټر محمد فیصلپه ټويټر پاڼه ليکلي په نوي ډیلي کې تعينات خپل های کمېشنر سهېل محمود يې د مشاورت لپاره اسلام اباد ته وربللی.

پاکستان دا ګام د هغه دوو (۲) پېښو ورستو پورته کړې چې یوه یې د دوشنبې ګهیځ د هند تر ولکې لاندې کشمير پلوامه څخه لس کلوميټره لیرې سيمه کې د لټون عملياتو پروخت رامخې ته شوه چې پکې د یو افسر په ګډون څلور هندي سرتېري او یو عام ملکې تن ووژل شو.

له دې وړاندې د فبرورۍ پر ۱۴ د هند تر انتظام لاندې کشمير په پلوامه سيمه کې وسله والې ډلې جيش محمد په موټر بم ځانمرګي بريد کې څلور څلويښت (۴۴) هندي سرتېري وژلي ول.

د وسله والو حملو ورستو د پاکستان او هند ترمینځ تاوتريخوالي یو وارې بيا زيات شوی او نوي ډیلي پر اسلام اباد غږ کړې چې پر خپله خاوره د هغو ترهګرو او وسله والو ډلو ملاتړ ودروي چې په نورو هيوادونو کې بريدونه کوي خو پاکستان په حملې د خپګان په څرګندونه کولو سره د هند تورونه رد کړي او وايي خپله خاوره به کله هم د بل یو ملک پرضد استعمالېدو ته پرېنږدي.

بلخوا هندي رسنۍ وايي ښايي تازه پېښه هم د پلوامه حملې یوه کړۍ وي ځکه چې دا پېښه له پلوامې لس کلوميټره لیرې پنګلان سيمه کې هغه وخت رامخې ته شوه چې د راشټريه رايفلز سرتېري د وسله والو پرضد په عملياتو بوخت ول.

XS
SM
MD
LG