د امریکا پخواني مرستیال ولسمشر جو بایډن په راتلونکو انتخاباتو کې د ځېنو هېوادونو او په ځانګړې توګه د روسیې لخوا د لاسوهنې د هڅو خبرداری ورکړی دی.
نوموړي د فبرورۍ پر ۱۶مه، د جرمني په میونخ ښار کې د امنیتي غونډې په څنډه کې د خبرو پرمهال د انټرنیټي بریدونو، تورو پېسو او د مسکو لخوا د ناسمو معلوماتو ورکولو او د ځېنو نورو هېوادونو لخوا په جمهوري عمل کې د ولس د باور کمزوري کولو په اړه خبرداری ورکړی دی.
نوموړي زیاته کړه، د نورو هېوادونو لخوا مداخله نه یوازې د امریکا جمهوري ادارو ته جدي ګواښونه جوړوي بلکې دا د امریکا د ملي امنیت لپاره هم یو خطر دی.
د امریکا په تېرو ولسمشریزو انتخاباتو کې هم پر مسکو د مداخلت تورونه پورې شوي وو خو روسي چارواکو دا تورونه رد کړي وو.