د لاسرسي ځای

تازه خبر

د محمد بن سلمان پاکستان ته سفر، سعودي پانګونه او اثرات یې


ریاض وايي په ګوادر کې د تېلو پاکولو کارخانه جوړوي
ریاض وايي په ګوادر کې د تېلو پاکولو کارخانه جوړوي

پراګ - ټاکل شوې چې د سعودي عرب ولي عهد محمد بن سلمان د فبرورۍ پر ۱۶مه پر دوه ورځني سفر اسلام اباد ته ورشي.

د پاکستان او سعودي عرب حکومتونه وايي، سلمان به د خپل سفر پر مهال له اسلام اباد سره بېلا بېلې موافقې لاسلیک کړي چې پکې په ګوادر کې د تېلو پاکولو کارخانې جوړول هم شامل دي.

د سعودي عرب د تېلو او انرژۍ وزیر خالد بن عبدالعزیز د جنورۍ پر ۱۲مه ویلي ول چې محمد بن سلمان به په ګوادر کې د تېلو پاکولو کارخانې ځای ګوري او ریاض به په دې برخه کې د شاوخوا ۱۰ اربه ډالرو پانګونه کوي.

له دې علاوه د پاکستان حکومت ویلي دي چې د اقتصادي ستونزو د کمولو په موخه سعودي عرب د هغه هېواد په دولتي بانک کې هم اربونه روپۍ ږدي.

په پاکستان کې شنونکي د محمد بن سلمان سفر او په بلوچستان کې پانګونې ته په بېلا بېلو نظرونو ګوري.

دا سرمایه چې پاکستان ته راځي، د پاکستان لپاره ښه نه ده او ظاهره ده چې چین ته به هم ستونزې جوړوي.
عایشه صدیقه

د کراچۍ پوهنتون د نړیوالو اړیکو د څانګې مشرې شایستې تبسم د فبرورۍ پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل، بلوچستان له ایران سره پر پوله پروت دی او په ګوادر کې د سعودي عرب دومره لویه پانګونه ښايي د تهران او اسلام اباد پر اړیکو منفي اغېز ولري:

"تر ټولو مهمه خبره دا ده چې پاکستان باید دا فیصله وکړي چې ګټې یې څه دي؟ د مثال په توګه، ایا دا د پاکستان په ګټه دي چې د منځني ختیځ د سیالیو برخه شي؟ زما په نظر، پاکستان [له هېوادونو سره په اړیکو کې] توازن ساتلو ته اړتیا لري. نو اوس داسې ښکاري چې په ډېره چټکۍ، په ځانګړي ډول، په [ګوادر کې د سعودي عرب] له پانګونې سره به پاکستان ځان له ایرانه بېګانه کړي. ایران په سیمه او افغانستان کې یو رول لري او که [اسلام اباد] یې یوې خوا ته کوي او بیا ایران له هند سره اړیکي نور پراخوي، نو زما په فکر، پاکستان ته په کار دې چې دې پالیسۍ ته بیا کتنه وکړي."

خو د کراچۍ په انسټيټیوټ اف بزنس اډمېنسټرېشن کې د ټولنیزو علومو د څانګې مشره هما ناز بقايي وايي، پاکستان له لوی اقتصادي مشکل سره مخامخ دی او په دې وخت کې ورسره سعودي عرب مرستو ته تیار شوی:

"موږ له تهران سره هم اړیکي پالو او له ریاض سره یې هم. خو په سیمه کې که څوک راڅخه خپه کېږي او که راڅخه خوشاله وي، اصلاً پاکستان دا مهال له سخت اقتصادي چیلېنج سره مخامخ دی. دا اقتصاد باید بیا پر پښو ودرېږي ځکه چې د اقتصاد سمول د پاکستان له بقا سره تړلي دي. نو سیمه ییزو حالاتو ته په کتو له موږ سره دوه لارې دي. یا خو به موږ خپله بقا له خطر سره مخامخوو او یا به له [ځېنو هېوادونو] سره اړیکي ژوروو. نو ریاض د پاکستان لپاره خورا مهم دی ځکه چې سعودی عرب هغه څه کوي چې اوسمهال یې پاکستان ته سخته اړتیا ده."

د سیاسي او اقتصادي چارو پوهه او د لندن د ختیځو او افریقايي مطالعاتو په پوهنتون کې څېړونکې ډاکتره عایشه صدیقه دا مني چې پاکستان لویو پانګونو ته اړتیا لري او دا چې چین هم غواړي چې نور هېوادونه او نړیوالې کاروباري ادارې د چین – پاکستان اقتصادي لار په پروژو کې پانګونه وکړي، خو وايي، په بلوچستان کې د سعودي عرب یا متحده عرب اماراتو پانګونه ښايي اسلام اباد او بیجنګ دواړو ته مشکل جوړ کړي:

"داسې ښکاري لکه امریکا، سعودي عرب او متحده عرب امارات غواړي چې په پاکستان او په ځانګړي ډول په بلوچستان کې، چې له ایران سره پوله لري، پانګونه وکړي او له هغه ځایه په راتلونکې کې پر ایران فشار زیات کړي. نو که له دې زاویې ورته وګورو نو دا سرمایه چې پاکستان ته راځي، د پاکستان لپاره ښه نه ده او ظاهره ده چې چین ته به هم ستونزې جوړوي."

ډاکتره عایشه صدیقه زیاتوي چې په بلوچستان کې د سعودي عرب موجودګي ښايي د اسلام اباد او تهران اړیکي زیانمن کړي او چین هم د نه غوښتو باوجود ښايي د ریاض او تهران په سوړ جنګ کې ورګډ شي.

دا خو د سعودي عرب ښه نیت ښيي چې په پاکستان کې دومره لویه پانګونه کوي ځکه چې موږ اوسمهال له لوی اقتصادي مشکل سره مخامخ یو.
سید فخر امام

خو په قامي اسمبلۍ کې د واکمن تحریک انصاف سیاستوال سید فخر امام د سعودي عرب د پانګونې په نتیجه کې له ایران سره د تعلقاتو سړېدو اندېښنې بې ځایه بولي او وايي په ګوادر کې د تېلو پاکولو کارخانه د سیمې د هېڅ هېواد ضد اقدام نه دی:

"دا خو د سعودي عرب ښه نیت ښيي چې په پاکستان کې دومره لویه پانګونه کوي ځکه چې موږ اوسمهال له لوی اقتصادي مشکل سره مخامخ یو او پاکستان سرمایه کارۍ ته سخته اړتیا لري. نو هېڅوک باید پر دې پانګونه اعتراض و نه کړي. بل، زموږ او د ایران تعلقات ډېر ښه دي. [د تحریک انصاف] حکومت چې جوړ شو نو د ایران د بهرنیو چارو وزیر لومړی بهرنی چارواکی وو چې پاکستان ته راغی. نو زموږ له سعودي سره جلا او ایران سره جلا تعلقات دي."

د پاکستان حکومت وايي، د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان د سفر لپاره یې اقدامات کړي دي او د اطلاعاتو او خپرونو وزیر فواد چودري عرب نیوز ووبپاڼې ته ویلي چې حکومت د امنیت په موخه په راولپېنډۍ او اسلام اباد کې پوستې جوړې کړي دي او سرتېري یې ځای پر ځای کړي.

XS
SM
MD
LG