د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا ښايي تر ۱۴۰۰ پورې عسکر له افغانستانه وباسي


جنرال جوزف ووټل
جنرال جوزف ووټل

پراګ - د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال جوزف ووټل ویلي چې ښايي تر ۱۴۰۰ پورې امریکايي عسکر له افغانستانه وایستل شي.

جنرال ووټل پرون [د فبرورۍ پر پنځلسمه] رويټرز خبري اژانس ته ویلي چې د نږدې ۱۴۰۰ امریکايي عسکرو د کمولو پرېکړه د سولې لپاره له روانو هڅو سره ارتباط نه لري.

د هغه په وینا، دا وړاندیز په افغانستان کې د امریکا د پوځیانو قوماندان جنرال سکاټ مېلر کړی او هدف یې د امریکا د پوځ له امکاناتو منصفانه کار اخیستل دي.

سکاټ مېلر د ۲۰۱۸م کال په سېپټمبر میاشت کې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو قوماندان وټاکل شو.

جنرال ووټل د عسکرو د ایستلو کره نېټه نه ده څرګنده کړې.

د امریکا دفاع وزارت وايي په افغانستان کې ۱۴۰۰۰ عسکر لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG