د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان سوپر لیګ: اسلام اباد یونایټیډ لاهور قلندرز ته ماته ورکړه


پاکستان سوپر لیګ
پاکستان سوپر لیګ

د پاکستان د تجارتي کرکټ ټورنامنټ – پاکستان سپرلیګ – په لړ کې به نن[د فبرورۍ پر ۱۵مه] دوې لوبې ترسره کېږي.

لومړۍ لوبه د پېښور پر وخت مازیګر څلورنیمې بجې د کراچۍ کنګز او ملطان سلمان تر منځ ده.

دویمه لوبه د شپې پر نهه بجې د پېښور زلمي او کویټه ګلېډیېټرز ترمنځ ترسره کېږي.

د ټورنامنټ په لومړۍ لوبه کې بېګا اسلام اباد یونایټیډ لاهور قلندرز ته ماته ورکړه.

په دې ټورنامنټ کې به د شپږو لوبډلو ترمنځ ټولې ۳۴ لوبې ترسره کېږي.

په دې لوبډلو کې پېښور زلمي، کویټه ګلېډیېټرز، اسلام اباد یونایټیډ ، کراچي کنګز ، لاهور قلندرز او ملطان سلطان شامل دي.

د ټورنامنټ له ۳۴ لوبو څخه به پنځه په کراچۍ او درې په لاهور کې ترسره کېږي.

د ټورنامنټ د پای لوبه به د مارچ میاشتې پر ۱۷مه په کراچۍ کې وي.

XS
SM
MD
LG