د ناټو مشر ینز ستولتنبرګ ویلي دي چې د افغانستان د سولې په هڅو کې د افغان حکومت د ګډون ملاتړ کوي خو د بهیر مالکیت باید د افغانانو وي.
نوموړي دا خبره د فرورۍ پر ۱۴مه د بېلجییم په مرکز برسلز کې د ناټو د ۲۹ غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو تر غونډې وروسته له مشال راډیو سره په مرکه کې وکړه
دا غونډه د افغانستان د سولې او افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره را بلل شوې وه.
ده وویل ، "په بهیر کې د افغان حکومت له بشپړ ګډون پرته تلپاتې سوله نشي کېدای او همدا لامل دی چې موږ د [زلمي] خلیلزاد د هڅو ملاتړ کوو چې له طالبانو سره رابطې کوي چې دا افغانانو په مالکیت د جوړجاړي بهیر لپاره شرایط برابر شي."
تر ستولتنبرګ مخکې یو شمېر نړیوالو او افغان چارواکو پر طالبانو له افغان حکومت سره د خبرو غږ کړی خو هغوی ورڅخه انکار کړی.
په عین وخت کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي بېګا پر ټوېټر په یوه بیان کې وویل چې په میونښ کې یې له افغان ولسمشر اشرف غني سره پر مشورتي جرګې او د بین الافغاني خبرو پر سمدستي اړتیا خبرې وکړې.
ولسمشر غني دا مهال په نړیوال امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره په جرمني کې دی او په افغانستان کې یې چارواکو ته دنده سپارلې چې د مارچ تر نیمايي پورې د سولې په اړه د اجماع په موخه مشورتي جرګه جوړه کړي.