د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران: ځانمرګي برید کې ۲۷ کسان وژل شوي


له پاکستان سره پر پوله ایراني پوځیان.
له پاکستان سره پر پوله ایراني پوځیان.

د ایران په سیستان بلوچستان صوبه کې یو ځانمرګي برید د هیواد د انقلابي ساتونکي ځواک لږ تر لږه ۲۷ غړي وژلي دي.

د ایران حکومتي رسنیو د یاد ځواک د بیان له حوالې ویلي چې دا پېښه د فبرورۍ پر ۱۳مه هغه مهال رامنځ ته شوې چې ځانمرګي خپل له بارودو ډک موټر د زاهدان او خاش ښار پر سړک د انقلابي ځواک له وړونکي بس سره ټکر کړی دی.

سني مسلمانې بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې جېش العدل یې ذمه واري منلې ده.

سیستان بلوچستان له پاکستان سره پر پوله پروت دی او د خلکو لویه برخه یې بلوڅان دي کوم چې له سني مذهب سره اړه لري.

هلته وسله والې ډلې او د نشي موادو سمګلران ډېر فعال دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG