د خیبر پښتونخوا د کوهاټ په سورګل سيمه کې د بجلۍ پر تارونو د تندر پریوتو له کبله د دوو مېرمنو په ګډون پنځه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
د ځايي پولیسو ویاند فضل نعیم د پېښې پخلی کړی او ویلي يې چې دا پېښه د فبرورۍ د ۱۴مې پر سهار شوې ده.
دوی وايي، تندر د بجلۍ پر تارونو ولوېد چې په تعقیب یې په نږدې کورونو کې اور ولګېد.
ډاکټران وايي، د ژوبل شویو کسانو روغتیايي حالت ډاډمن دی.