د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت د قبایلي ضلعو لپاره سلاکاره کمېټۍ جوړه کړې


د خیبر پښتونخوا وزیراعلی محمود خان

د خېبر پښتونخوا حکومت د قبايلي ضلعو د پرمختګ او هلته د موجوده ستونزو د هواري لپاره د يوې کمېټۍ جوړولو اعلان کړی دی.

دا اعلان د فرورۍ پر ۱۲مه په ګورنر هاوس پېښور کې په هغه غونډه کې وشو چې د خیبر پښتونخواد وزیراعلی محمود خان او ګورنر شاه فرمان تر څڼګ پکې له پخوانۍ فاټا څخه منتخب د قامي اسمبلۍ او سېنېټ غړو ګډون کړی وو.

پر دې مهال دا پرېکړه وشوه چې دا کمېټۍ به د قبايلي ضلعو پر پارلماني استازو مشتمله وي چې مشري به يې د خېبر پښتونخوا وزيراعلا محمود خان کوي.

خو په دې غونډه کې د شمالي وزیرستان د قومي اسمبلۍ استازی محسن داوړ او د جنوبي وزیرستان د قومي اسمبلۍ غړی علي وزیر موجود نه وو.

محمود خان تر غونډه وروسته خبریالانو ته وویل ، “ د قبایلي ضلعو د قومي اسمبلۍ او سېنټ غړي راغلي وو ، له هغوي سره مو د یادو سیمو پر ستونزو او د پرمختګ پر چارو ګټورې خبرې وکړې.”

د علي وزیر او محسن داوړ له خوا د دې رپوټ تر خپرېدو په دې اړه دریځ مخې ته نه دی راغلی.

د وزیراعلی ویاند اجمل وزیر وویل چې ياده کمېټۍ به د پښتون ژغورنې غورځنګ لخوا په ګوته شوو ستونزو د هوارولو هڅه هم کوي.

تر غونډې وروسته له خېبر څخه د پاکستان قامي اسمبلۍ ته منتخب غړي اقبال اپريدي مشال راډيو ته وويل ، “ دوي به په قبایلي ضلعو کې دفترونه پرانیزي چې خلک د خپلو نورو ستونزو تر څنګ د خپلو ورکو کسانو په اړه هم پکې مالومات درج کړي.”

نوموړي وویل ، " تاسو به وګورئ چې کومې مسلې په کلونو نه هوارېدی هغه به اوس په ورځو کې هوارېږي."

د پښتون ژغورنې غورځنګ له اړخه تر اوسه د حکومت د دې ګام په اړه غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

دا کمېټۍ تر هغه وروسته جوړه شوې چې تېره اوونۍ د خېبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان د قبايلي سيمو د ستونزو د حل لپاره د یوه مشاورتي بورډ جوړولو اعلان کړی و.

د قبایلي ضلعو پخوانيو پارلماني غړيو او زده کونکیو پر هغه پرېکړه نيوکې کړې وې چې د فاټا تر انضمام وروسته دا کار د ده په دايره اختيار کې نه راځي.

XS
SM
MD
LG