د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پولېنډ کې د منځني ختيځ په اړه غونډه جوړېږي


وارسا ښار
وارسا ښار

امريکا د فبرورۍ پر ۱۳مه د پولېنډ په مرکز وارسا کې د دې هېواد په کوربه توب د منځني ختيځ په اړه کنفرانس جوړوي تر څو په سيمه کې د روسيې په مقابل کې د واشنګټن پله درنه کړي.

داسې ښکاري چې ايران به د ننني کنفرانس مهمه موضوع وي.

تهران دغه غونډه يو مخالف ګام بللی او وارسا ته يې د ناڅرګندو نتايجو خبرداری ورکړی دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو او د پولېنډ د بهرنيو چارو وزير ياڅيک چاپوتوويچ د دې دوه ورځنۍ نړيوالې غونډې شريک کوربانه دي.

تمه څرګنديږي چې د نړۍ د ۶۰ هېوادونو استازي به په دغه غونډه کې ګډون وکړي.

د لوړ پوړو استازو په منځ کې په دې غونډه کې د امريکا مرستيال ولسمشر مايک پينس او د اسراييل وزيراعظم بنيامين نتنياهو هم ګډون لري.

XS
SM
MD
LG