د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روس ولسمشر پوتین په نړۍ کې ډیموکراسي زیانمنوي: پومپیو


د امریکا د بهرنیو چاور وزیر مایک پامپیو.
د امریکا د بهرنیو چاور وزیر مایک پامپیو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وايې د روسيې ولسمشر ولادمیر پوتین د نړۍ د ډیموکراسۍ لپاره ګواښ دی.

مایک پومپیو دا څرګندونې د مرکزي اروپا د یو شمېر هېوادونو د سفر په پای کې د فبرورۍ پر ۱۲مه د سلوواکیا په مرکز براتيسلاوا کې وکړې چې مقصد يې په دې سيمه کې د د چين او روسيې د اغېز مخنيوی دی.

نوموړي د سلوواکیا د ژورنالیزم زده کوونکو ته په وینا کې وویل، پوتین غواړي چې په ټوله نړۍ کې ډیموکراسي زیانمنه کړي نو موږ بايد عادلانه و اوسو.

نوموړي د چين د اقتصادي او نورو هغو هڅو په اړه پر محتاطه اوسېدو ټينګار وکړ چې د ده په وينا د سلوواکيا د اقتصادي تکيې او پر سياسي نظام يې د اغېز په معنا دي.

په تیرو ۱۴ کلونو کې مایک پومپیو د امريکا د بهرنیو چارو لومړنی وزیر دی چې سلوواکیا ته يې سفر وکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG