د جنوبي وزیرستان سلګونو خاصدار سرتېرو د فبرورۍ پر ۱۱مه په ټانک کې مظاهره وکړه.
دوی له حومته غوښتنه کوله چې له تېرو اتو میاشتو څخه د دوی ځنډېدلي معاشونه دې ورکړل شي.
دوی د جنوبي وزیرستان د مرستیال کمېشنر د دفتر دروازه هم د احتجاج په ډول تر څه ساعته پورې تړلې وه.
خو بل پلو د جنوبي وزیرستان ضلعې مرستیال کمېشنر یوسف علي مومند مشال راډیو ته وویل چې د دغو خاصدارو سرتېرو د معاشونو خواست یې سافران وزارت ته کړی او دوی هیلمن دي چې د دوی ستونزې به ژر هوارې شي.