د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان پخوانی ولسمشر حضرت صبغت الله مجددي ومړ


حضرت صبغت الله مجددي
حضرت صبغت الله مجددي

د افغانستان پخوانی ولسمشر او جهادي شخصیت حضرت صبغت الله مجددي د فبرورۍ پر ۱۱مه د کابل په یو روغتون کې د ۹۳ کلونو په عمر ومړ.

حضرت مجددي جهادي مشر و او د د داکتر نجیب الله له واکمنۍ وروسته دوه میاشتې د افغانستان د موقت دولت مشر پاتې شو.

نوموړی د اساسي قانون د لویې جرګې مشر او دغه شان د مشراو جرګې رئیس پاتې شوی و.

حضرت مجددي په مصر کې زده کړې کړې وې.

د نوموړي کورنۍ ویلي چې د ده جنازه به د فبرورۍ پر ۱۳مه په ورځ د کابل په عاشقانو او عارفانو سیمه کې د ده په پلرنۍ هدیره کې خاور ته وسپارل شي.

XS
SM
MD
LG