د امريکا سرپرست دفاع وزير پېټريک شناهن نن د فبرورۍ پر ۱۲مه بغداد ته رسېدلی دی.
هغه هلته د عراقي چارواکو او د امريکا پوځي قوماندانانو سره په عراق کې د امريکايي ځواکونو د راتلونکې په اړه خبرې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې امريکا د عراق له ګاونډي هېواد، شام څخه د پوځيانو ویستلو اعلان کړی دی.
تر دې مخکې شناهن د فبرورۍ پر ۱۲مه افغانستان ته تللی وو.
د يادونې ده چې عراقي چارواکو د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر دې اعلان غصه ښودلې وه چې پر ګاونډي ايران د نظر ساتلو لپاره په عراق کې د امريکايي پوځيانو ساتل ضروري دي.
شناهن له هغه سره په سفر ملګرو خبريالانو ته ويلي چې امريکايي ځواکونو په عراق کې د عراقي حکومت په بلنه ورغلي ول او امريکا غواړي د ځايي ځواکونو وړتياوې وروزي.
د هغه په وینا غواړي په دې اړه د ځايي چارواکو نظرونه واوري.