د لاسرسي ځای

تازه خبر

حسن روحاني وايي واشنګټن د تهران خلاف سازش کوي


ولسمشر روحاني د اسلامي انقلاب کلیزې ته وینا کوي
ولسمشر روحاني د اسلامي انقلاب کلیزې ته وینا کوي

د ايران ولسمشر حسن روحاني پر امريکا شديد تنقيد کړی چې د ده په وينا د تهران پرضد سازش کوي. نوموړي دا نيوکه د ايران د اسلامي انقلاب د ۴۰مې کلېزې د لمانځلو پر مهال کړې ده.

په ایران کې د ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب په نتيجه کې شاهۍ نظام ختم شوی او د ملايانو د څلورو لسېزو واکمني پیل شوې وه.

د فبرورۍ پر ۱۱مه د تهران په ازادۍ څلور لاره کې د لسګونو زرو کسانو غونډې ته د وينا پر مهال روحاني دا هم وويل چې د امريکا او متحدينو د فشار سربيره هم ايران هوډ لري چې خپل پوځي ځواک او د توغنديو پروګرام پراخ کړي.

د ایران انقلابي ګارډ په جشن کې برخه لري
د ایران انقلابي ګارډ په جشن کې برخه لري

په دې ورځ، په ایران کې، په سلګونو زره پوځيان، په نظامي جامو کې د مليشا ځواکونو غړي، ملايان او ولس د ايران د نورو ښارونو او ښارګوټو لارو ته راوتلي او د ۱۹۷۹ م کال د فبرورۍ ۱۱م انقلاب لمانځي.

د ۱۹۷۹ کال په پاڅون کې د ايت الله علي خامنايي پلويانو د امريکا ملاتړی پاچا رضا شاه پهلوي له واکه لرې کړی وو.

د دوشنبې ورځې لاريون کوونکو په لاسونو کې لیکلي شعارونه پورته کړي وو او پر ودانيو بېنرې ځوړندې وې چې پر ليکل شوي وو، مرګ په امريکا، مرګ په اسراييل، د انقلاب ۴۰ کاله د امريکا د شکست ۴۰ کاله دي.

تر جشنونو له مخه چارواکو اعلان کړی وو چې ۵۰ زره بنديان به یا خوشي شي يا به يې د بند موده کمه کړل شي.

د سرکاري شمېرو له مخې په ايران کې دوه نېم لکه کسان په قيد کې دي. خو مالومه نه ده چې په معافيانو کې سياسي بنديان هم شامل دي او که نه؟

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG