د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا د دفاع سرپرست وزیر کابل ته تللی

د امریکا د دفاع وزیر سرپرست د افغان پوځي قوماندانو سره ګوري.
د امریکا د دفاع وزیر سرپرست د افغان پوځي قوماندانو سره ګوري.

د امریکا د دفاع سرپرست وزیر پېټریک شاناهان د فبرورۍ پر ۱۱مه، په نا اعلان شوي سفر افغانستان ته رسېدلی دی. نوموړی به د پوځي قوماندانانو او افغان چارواکو سره ګوري.

نوموړی په داسې وخت کې افغانستان ته په سفر دی چې د طالبانو سره د سولې د تړون لپاره د واشنګټن هلې ځلې تندې شوې دي.

شاناهان هغو خبریالانو ته چې په دې سفر کې ور سره ملګري دي ویلي، دی به له افغان مشرتابه سره په خبرو اترو کې ټینګار کوي چې له طالبانو سره د سولې د ممکنه تړون په ګډون د خپل سباوون ټولې پرېکړې به هم دوی کوي.

پېټريک شاناهان هم دا راز ویلي چې په افغانستان کې د موجودو امریکايي ځواکونو په شمېر کې د کمي کولو په اړه ورته سپینې ماڼۍ هېڅ هدایات نه دي ورکړي.

تر دې مخکې امریکايي چارواکو ویلي وو چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې د متحده ایالاتو د سرتېرو د شمېر پر کمولو غور کوي.

امریکا دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۴ زره سرتیري لري.

XS
SM
MD
LG