د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خبریالانو خوندیتوب ادارې د رضوان راضي خوشې کولو غوښتنه کړې


پاکستان کې خبریالان وخت په وخت د حکومتي بندیزونو او پر دوی د تشدد خلاف مظاهرې هم کوي.
پاکستان کې خبریالان وخت په وخت د حکومتي بندیزونو او پر دوی د تشدد خلاف مظاهرې هم کوي.

پراګ ـ د خبريالانو د خونديتوب ادارې پر پاکستان غږ کړی چې د رضوان راضي په نوم نیول شوی خبریال دې خوشې او د هغه پر ضد جوړه شوې دوسیه دې ختمه کړي.

پر نوموړي تور دی چې په خپلو تبصرو کې يې د پاکستان په حکومتي ادارو پسې بدرد ويلي او د هغوی د بدنامولو هڅې يې کړې دي.

د اسيا لپاره د سي. پي. جی. مشر سټيون بټلر د فبرورۍ پر نهمه په يو بيان کې ويلي، پاکستان یا کوم بل هیواد دې د بیان ازادۍ ته د جرم په نظر و نه ګوري.

نوموړي زياته کړې، د پاکستان په ايين کې د مطبوعاتو د ازادۍ د ضمانت خبره به هله ريښتيا کېږي چې د هغه هېواد حکومت رضوان راضي خوشی کړي.

راضي په داسې وخت کې نيول شوی چې په پاکستان کې د مطبوعاتي ادارو کارکوونکي او مدني فعالان د حکومتي ادارو له فشار سره مخامخ دي.

دغه پاکستانی خبریال چې د دن نيوز په نوم د اردو ژبې د يوه شخصي ټيليويژن لپاره يوه خپرونه کوي، د فبرورۍ د نهمې پر سهار له خپل کوره ګرفتار شو.

د هغه زوی اسامه راضي ويلي، نامعلومه کسانو د دوی پر کور حمله وکړه او د ده پلار يې په زوره په ګاډي کې کېناوه.

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو مرکزي وزير فواد چودري ويلي، راضي پر ټولنيزه ميډيا د خپلو تبصرو له امله چې په مبينه توګه د اليکټرونيکي جرمونو د مخنيوي لپاره د پاکستاني قانون سرغړونه کوي، نيول شوی دی.

د پاکستان د تحقيقاتو فدرالي ادارې (ايف ايي ای) ويلي، له راضي يې د هغه پر ټوېټر د هغو ليکنو په اړه پلټنې پيل کړي چې د پاکستان د عدليې، حکومتي او استخباراتي ادارو ضد يې کړې دي.

دې ادارې زياته کړې، نوموړي د خپلو بيانونو له امله بښنه غوښتې او ژمنه يې کړې ده چې په راتلونکې کې به ورته تبصرې نه کوي.

د خبريالانو د خونديتوب د ادارې په وينا، راضي ښيي پر ټولنيزه ميډيا د خپلو هغو پوسټونه لپاره نيول شوی وی چې د روانې مياشت په پيل کې يې په پنجاب کې د ماورای عدالت وژنو پېښې پر ضد کړي ول.

په عين وخت کې د بې پولې خبريالانو ادارې ويلي، پاکستان په ۲۰۱۸ز کال کې د مطبوعاتي ادارو د ازادۍ له پلوه د ۱۸۰ هېوادونو په لېسټ کې ۱۳۹ ځای خپل کړی وو.

XS
SM
MD
LG